غني: د سولې په اړه به ډېر ژر لویه مشورتي جرګه جوړه شي

محمد اشرف غني

ولسمشر محمد اشرف غني وایي د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه د افغانستان ملت کوي او ډېر ژر به په دې اړه لویه مشورتي جرګه جوړه شي.

ښاغلي غني دا خبره نن سمنګان ولایت ته د سفر پر مهال وکړه.

د سمنګان مرکز ایبک ښار په سرطان میاشت کې د یوې خونړۍ حملې شاهد وو چې طالبانو یې مسؤلیت واخیست.

په هغه برید کې ۱۳ تنه ووژل شول چې ۱۱ یې د ملي امنیت کارکوونکي وو. ۷۰ تنه په هغه برید کې ټپیان شوي وو.

تر دې یوه ورځ دمخه ښاغلي غني وویل چې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدل د ده له صلاحیتونو څخه نه‌دي او په دې اړه د مشورې اخیستلو لپاره مشورتي لویه جرګه رابولي.

د ولسمشر غني په خبره دغه بندیان لویې جرمي دوسیې لري.

د افغانستان حکومت تر اوسه ۴،۶۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي.

طالبانو ویلي چې که افغان چارواکي ټول بندیان خوشې کړي، تر اختر وروسته به بین‌الافغاني خبري پیل شي.