د افغانستان نامتو شاعر او سیاستوال سلیمان لایق مړ شو

سلیمان لایق

د افغانستان نامتو شاعر او سیاستوال سلیمان لایق په حق ورسېد.

اکاډېمسین سلیمان لایق د افغانستان د معاصر تاریخ خورا نامتو شاعر و چې پرون جمعه د زمري په ۱۰مه نېټه د لوی اختر په لومړۍ ورځ د ۹۰ کلونو په عمر د جرمني د ماینز ښار په یوه روغتون کې ومړ.

ولسمشر اشرف غني په دې مناسبت د خواشینۍ په پیغام کې لایق هغه شاعر، کیسه لیکوال، ناول لیکونکی او ادبي محقق بللی چې د افغانستان د فرهنګ د بډاینې لپاره‌یې مهم کارونه کړي او په تېرو شپږو لسیزو کې یې د یوه ټولنیز فعال او سیاستوال په توګه په افغاني ټولنه کې اغېزمنه ونډه لرله.

لایق چې اصلي نوم‌یې غلام مجدد و، د ۱۳۰۹ هـ.ل کال د تلې په ۲۱مه نېټه د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې په ایمنې‌خېلو کلي کې وزېږېد. لایق د افغانستان د تېرې څه باندې نیمې پېړۍ په ټولو پړاوونو کې هغه مهال چې د خلق ګوند په لیکو کې په اپوزېسیون کې و، بیا کله چې د دې ګوند د ځواکمنې سیاسي بیورو غړی او د واکمن نظام وزیر شو او وروسته چې کابل د مجاهدینو په لاس سقوط وکړ، شاعري وکړه او لیکوال پاتې شو.

په پام کې ده چې د سلیمان لایق مړی په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شي.