د لوی اختر په لومړۍ ورځ د افغان حکومت او طالبانو اوربند نافذ و

ارشیف

پرون د لوی اختر په لومړۍ ورځ د افغان حکومت او طالبانو له‌خوا اعلان شوی اوربند نافذ و او د کومې لویې سرغړونې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

که څه هم له اختر یوه ورځ مخکې د لوګر په مرکز پل علم کې په یوه موټربم چاودنه کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول او پرون د اختر د لومړۍ ورځې په سهار په هرات کې یوې چاودنې ۱۴ کسان ټپیان کړل، خو د دې حملو پړه نه طالبانو او نه نورو ډلو منلې ده.

د راپورونو له مخې د اختر لومړۍ ورځ د افغانستان په تقریباً ټولو ولایتونو کې حتی هلته چې ورځنۍ نښتې کېدلې له جګړې پرته تېره شوه.

که څه هم د سولې د هڅو پر وړاندې د بندیانو د تبادلې له کبله ستونزې لاهم نه‌دي حل شوي، خو طالبانو د عرفې په ورځ اعلان وکړ چې د اختر په ورځو کې به پر افغان ځواکونو حملې نه‌کوي او حکومت هم په غبرګون کې ورته اعلان وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان خلک د دایمي اوربند غوښتنه کوي.