خامنه يي: د راکټي او اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره خبرې نه کوو

خامنه يي

د ایران رهبر ایت الله علي خامنه يي وایي چې د ایران د راکټي او اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره خبرې نه کوي.

خامنه يي نن جمعه په یوه ټلویزیون بیان کې همداراز تور ولګاوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خبرو کې شخصي ګټې لټوي.

هغه زیاته کړه: "دا زوړ سړی چې اوس په امریکا کې واکمن دی داسې ښکاري چې له شمالي کوریا سره یې له مذاکرو تبلیغاتي ګټه واخیسته، اوس وخت هم د انتخاباتو لپاره خپلې شخصي ګټې لټوي."

د ایران رهبر داسې وخت دا خبرې وکړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون د ایران د اوسپنې په صنعت د بندیزونو د لګولو ګواښ وکړ.

پومپیو ویلي د بندیزونو په اجرا کېدو سره به امریکا اجازه ترلاسه کړي هغه کسان چې ایران ته اوسپنه انتقالوي په تور لېست کې شامل کړي.

ښاغلي پومپیو ویلي باوري دی چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونه د رغونې او بیا رغونې په برخو باندې کنټرول لري.

د امریکا د دې پرېکړې په نتیجه کې به هغه کسان چې ایران ته ګرافیت، اومه فلزات یا نیمه جوړې وسپنې انتقالوي په بندیز کې شامل شي.

امریکا متحده ایالتونو له ایران سره د نړۍ د اټومي قدرتونو له موافقې تر وتلو وروسته له ۲۰۱۸ کاله په ایران باندې پراخ اقتصادي بندیزونه لګولي.

د ایران رهبر علي خامنه يي نن جمعه په خپله وینا کې وویل چې بندیزونه له شک پرته جدي ستونزې زېږولي او د ایران تېل په کمه بیه اخیستل کېږي خو د ده په خبره دې موضوع په تېلو باندې د ایران د اقتصاد اتکا کمه کړې ده.