سیمه ییز چارواکي: هرات کې بمي چاودنې ۱۴ ملکيان ټپیان کړل

ارشیف

په هرات کې نن یوې بمي چاودنې څوارلس ملکیان ټپیان کړي.

دا خبره د هرات امنیه قومندان عبیدالله نوروزي ازادي راډیو ته وکړه.

هغه وویل چاودنه د یوه غږیز بم وه چې د هرات ښار د تانک مولوي په سیمه کې نن سهار شوې.

تر اوسه چا د دې پېښې مسئولیت نه دی منلی.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي هم ازادي راډیو ته وویل چې له دې بمي چاودنې د هرات حوزوي روغتوت ۱۴ ټپیان ور انتقال شوي چې پکې د دریو وضعه ښه نه ده.

د چهارشنبې په ماښام هم په هرات کې د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې څلور ملکیان وژل شوي و او ۵ نور ټپيان و.