غني: د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک په تړاو مشورتي لویه جرګه رابولم

ولسمشر غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو لپاره مشورتي لویه جرګه را غواړي.

ولسمشر غني په خپل اختریز پیغام کې وویل، چې د دغه څلور سوه بندیانو د خوشې کېدو صلاحیت نه لري او پدې اړه به مشورتي لویه جرګه پرېکړه وکړي.

خو ښاغلي غني د طالبانو له لوري له ورکړل شوي پنځه زره کسیز لېست سربیره د نورو ۵۰۰ طالب بندیانو د خوشي کېدو اعلان وکړ.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې وویل،چې د وسله والو طالبانو له لوري په ورکړل شوي پنځه زره کسیز لېست کې د څلور سوه طالب بندیانو د خوشې کېدو صلاحیت نه لري.

افغان ولسمشر د لوی اختر له لمانځه وروسته په ارګ کې خپل اختریز پیغام کې ولس ته وویل، چې دا په دې معني نه دی چې دغه څلور سوه طالب بندیان به نه خوشې کېږي.

خو ښاغلي غني په ټينګار سره وویل، چې د دغه څلورو سوه بندیانو برخلیک به مشورتي لویه جرګه وټاکي.

هغه زیاته کړه: "زه باید ملت سره مشوره وکړم او د دغه څلور سوه طالب زندانیانو د برخلیک په تړاو مشورتي لویه جرګه رابولم، څو د ولس استازي مشوره راکړي او بیا د هغوي د مشوري په اساس پرېکړه وکړو."

ښاغلي غني وویل، دغه مشورتي لویه جرګه به په نږدې ورځو کې جوړه شي.

نوموړي همدارنګه د ملي شورا له رئیسانو وغوښتل څو د لویې جرګې د جوړېدو لپاره د ملي شورا غړي د اوړي له رخصتیو را وګرځي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې وسله والو طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی.

ولسمشر غني د وسله والو طالبانو له لوري د اعلان شوي اوربند څخه هرکلی وکړ او لارښوونه یې ورکړه چې د وسله والو طالبانو له لوري د پنځه سوه کسیز لېست سربېره ۵۰۰ طالب بندیان خوشې کړي.

د افغان حکومت له لوری د خوشې شویو طالب بندیانو یو انځور- ارشیف

غني زیاتوي: "دا چې وسله والو طالبانو بیا ځلې اوربند ته غاړه ايښې ده،د ده په ځواب کې نن د ښه نیت او د سولې پروسیې د چټکتیا په خاطر د طالبانو له راکول شوي لېست علاوه د ۵۰۰ طالب زندانیانو خوشې کول اعلانوم."

نوموړي وویل،چې دغه ۵۰۰ طالب بندیان به د اختر تر څلورمې پورې خوشې شي.

ښاغلي غني له طالبانو وغوښتل څو د افغانستان حکومت له مذاکره کوونکي پلاوي سره خبرو ته کېني.

اوس پوښتنه داده چې ولسمشر ولې د څلور سوه طالب زندانیانو د خوشې کولو لپاره مشورتي لویه جرګه را غواړي؟

د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز مرستیال حکمت الله عظمي ازادي راډیو ته وویل، چې ولسمشر غني غواړي چې د دغه څلور سوه زندانیانو د خوشي کولو ملامتیا له ځانه خلاص کړي.

د ښاغلي عظمي په خبره مشورتي لویه جرګه به د سولې د بین الافغاني خبرو اترو د ځنډ لامل شي.

عظمي زیاته کړه: "د دغو زندانیانو په خوشې کېدو کې هیڅ شک نه شته،ځکه چې د امریکا فشارونه دي او د طالبانو ټينګار هم دا دی چې د مذاکراتو وړاندې دغه طالب زندانیان خوشې شي، خو کله چې د مشورتي لویې جرګې خبره منځ کې ده دا به د سولې بین الافغاني مذاکرات وځنډوي."

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تېره ورځ اعلان وکړ چې له امریکا سره د سولې د شوي هوکړې په اساس زر دولتي بندیان خوشې کړي دي.

د طالبانو له لوري د خوشې شویو افغان امنیتي ځواکونو د یوې ډلې انځور- ارشیف

خو طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې څو د ورکړل شوي لېست په اساس پنځه زره طالب بندیان خوشې کړي.

د دغو پنځو زرو بندیانو له ډلې تراوسه ۴۶۰۰ تنه خوشې شوي.

تردې وړاندې د ملي امنیت شورا دفتر ویلي، دغه څلور سوه بندیان جرمي دوسیې لري.

هڅه مو وکړ څو پدې اړه له طالب ویاند ذبیح الله مجاهد سره خبرې هم راواخلو خو نوموړي د ولسمشر غني په تازه څرګندونو څه ونه ویلي.