چارواکي: بزګران د کوکنارو د کښت اوبه کولو لپاره له سولري برېښنا کار اخلي

ارشیف

اکثره بزګران د کوکنارو د کښت اوبولو لپاره له سولري يا لمريزي برېښنا څخه کار اخلي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هم دا مني چې لمريزه برېښنا له ځمکې څخه د اوبو په را ايستلو کې مهمه ونډه لري او دې برېښنا د کوکنارو کښت ډېر کړی دی.

که په وروستيو اتو کالو کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت ته ځير شو، نو مخکې به په اتو ولايتونو کې کوکنار کرل کېدل، خو اوس په دوولسو ولايتونو کې کوکنار کرل کېږي، په ځينو ولايتونو کې خو آن دا چې له يوه څخه نيولې بيا تر څلورو فصلونو پورې هم کوکنار کرل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې، د کوکنارو د دې کښتونو ډېره برخه په سولري يا لمريزې برېښنا اوبه کېږي چې په دې وروستيو کلونو کې دې ډول برېښنا د کوکنارو کښت ډېر کړی دی.

د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د سروې رييس نجيب الله احمدي ازادۍ راډیو ته وويل: تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د کوکنارو په کښت کې له لمريزې برېښنا څخه څومره کار اخيستل کېږي، خو موږ هڅه کوو چې د دې کال په سروې کې دا اندازه معلومه کړو.

هغه زیاته کړه: " د کوکنارو د کښت په اړه بايد ووايم چې خلک له څاګانو څخه د سولر او واټر پمپ په وسيله اوبه راکاږي او بيا د کوکنارو کښتونه په اوبوي، دا نوې خبره نه ده، دا کار په هلمند، کندهار، روزګان او زابل ولايتونو کې له څو کالو راهيسې کېږي. د مرکزي احصائيې اداره او ملګرو ملتونه په روان کال کې په ګډه کار کوي چې د کوکنارو د کښت اندازه معلومه کړي، د دې څېړنې کار په جدي ډول روان دی چې نتايج به يې د ډسمبر د مياشتې په پای کې خپاره شي."

له ۲۰۰۹ ميلادي کال راهيسې د افغانستان دولت او ملګرو ملتونو له جرمونو او نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې يا (UNODC) په ګډه د نشه يي موادو د کښت په اړه سروې ګانې کولې، خو په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې د دې سروې راپور خپور نه شو.

له ۲۰۱۳ ميلادي کال راهيسې د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې، ځينو بزګرانو د حلال کښت تر څنګ لږ تر لږه يو فصل کوکنار کرل، ځکه بزګرو باور درلود چې که نورو زراعتي محصولاتو ته يې مناسب بازار پيدا نه شي، د يوه فصل د کوکنارو ګټه د پاته دريو فصلونو تاوان راګرځولای شي.

اوس د يوې تازه څېړنې له مخې، يوازې په هلمند ولايت کې د لمريزې برېښنا (۶۷) زره دستګاوي جوړي شوي دي. د دې دستګاوو ډېره برخه په هغو سيمو کې جوړې شوي چې هلته کوکنار کرل کېږي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معين ډاکټر ظفر وايي چې، د کوکنارو د کښت د نورو عواملو تر څنګ، يو عامل بېوزلي ده، ځکه نور زراعتي محصولات په بازار کې ډېر ارزانه دي او يا ژر نه خرڅېږي.

هغه زیاتوي: " لمريزه يا سولري برېښنا د اوبو را ايستلو يوه وسيله ده. اوبه چې هر چېرې وي هلته کوکنار کرل کېږي. د کوکنارو د کښت له عواملو څخه يو عامل يې بېوزلي او د خلکو اقتصادي مجبوريت دی، ځکه چې تارياک د نغدو پيسو حيثيت لري، هر وخت چې وغواړې خرڅېدلای شي. بل دا چې ډېرې پيسې ګټي، غنم، جوار او نور زراعتي محصولات سيالي نه شي ورسره کولای. بل علت يې دا دی چې د نشه يي موادو مافيايي ډلې د کوکنارو د کښت لپاره کار کوي او د دې تر څنګ د کوکنارو په کښت کې جنګي عوامل هم شامل دي."

که څه هم د افغان دولت اټکل دا دی چې په تېر او روان شمسي کال کې د کوکنارو کښت لږ شوی، خو ځايي چارواکي او په ملي شورا کې د دوولسو ولايتونو استازي وايي چې، سږکال په لومړي فصل کې ډېر کوکنار کرل شوي او د دوهم فصل لپاره هم پوره چمتووالی نيول شوی دی.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

د کوکنارو کښت په اړه راپور