بدخشان کې تر ۶۰ کیلو ګرامه ډېر نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف

په بدخشان ولايت کې په يوه کور کې تر شپېتو کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول شول.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند ثناالله روحاني ازادۍ راډيو ته وويل، د بدخشان پولیسو په خاش ولسوالۍ کې عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې د استوګنې په دوو کورونو کې ۶۱ کيلوګرامه چرس ونيول.

هغه زیاته کړه: " نن د بدخشان ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د بدخشان ولايت د خاش ولسوالۍ د استوګنې په دوو کورونو کې ۶۱ کيلوګرامه چرس نيولي دي."

د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو وختونو کې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د چرسو قاچاق ډېر شوی دی.