پنجشیر، جوزجان او خوست کې نږدې ۵۰ کیلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي

ارشیف

په دريو ولايتونو کې نږدې پنځوس کيلوګرامه نشه يي مواد ونيول شول.

د پنجشېر د والي وياند محمد منصور عنابي ازادۍ راډيو ته وويل، د پنجشېر پولیسو د اسد د مياشتې پر اوومه نېټه (۳۰) کيلوګرامه چرس ونيول.

په پام کې وه چې دا چرس په يوه بار وړونکي موټر کې له پنجشېر ولايت څخه کابل ته قاچاق شي.

دوهم عمليات د خوست ولايت په مرکز کې وشول چې په نتيجه کې يې پولیسو پنځه کيلوګرمه چرس ونيول.

په دريم ګام کې په جوزجان ولايت کې پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال نژدې پنځه کيلو ګرامه چرس ونيول.

د دې نشه يي موادو په تور اووه نفره نيول شوي او د نورو څېړنو لپاره له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.