ناسا مریخ ته یوه نوې سپوږمکۍ واستوله

ارشیف

د امریکا متحده ایالتونو د هوايي او فضايي چلند ملي ادارې ناسا نن پنجشنبه مریخ ته یوه نوې سپوږمکۍ واستوله څو د لرغوني میکروبي ژوند په اړه پلټنو ته دوام ورکړي.

ناسا یا د امریکا متحده ایالتونو د هوايي او فضايي چلند ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ د جولای په دېرشمه د یوه توغندي په وسیله مریخ ته خپله پنځمه سپوږمکۍ واستوله.

دا سپوږمکۍ به د ۲۰۲۱ کال د فبروري په اتلسمه د پخوانۍ او څلورمۍ سپوږمکۍ ځای ونیسي او په مریخ کې به د لرغوني مکروبي ژوند په اړه پلټنو ته دوام ورکړي.

د ناسا مشر یا منتظم جیم برېډنسټاین اسوشیټیډ پرېس اژانس ته ویلي اوسنۍ پلټونکې سپوږمکۍ تر پخوانیو هغو ډېره په ښو ټکنالوژيو سمباله ده.

دی وویل: "موږ چې کله فضا ته ځو د هغو وسایلو په وسیله چې په روبوټ کې ځای شوي ډېرې زیاتې څېړنې کولای شو. په دې کې هېڅ شک نشته. دا هغه څه دي چې د کنجکاوي له مخې شوي. نه یواځې وسایل ډېر پرمختللي دي بلکې تر هغې هم ور اوښتي. موږ یوه ډېر مشخص ځای ته ځو چې باور لرو یو وخت يې د ژوند کوربه توب کړی."

پلټونکې سپوږمکۍ پریزورینس نومیږي.

دا لومړی وار دی چې ناسا په یوه سیاره کې د ژوند نښو نښانو په لټه پسې ماموریت پيل کړی.

د کیورستي په نوم یوه بله پلټونکې سپوږمکۍ اوس هم په مریخ کې فعاله ده.

ارشیف

پریزرونس پلټونکې ښه محاسباتي ځواک لري او د زیاتو دندو د مخته وړلو لپاره عیار شوې ده.

تمه ده چې ناسا د دې ماموریت په وسیله د ډبرو وړې ټوټې ټولې او بیا یې ځمکې ته ولیږي.

په ۲۰۲۱ کال کې به د مریخ په سیاره کې د ناسا درې دستګاوې فعاله وي یوه کیورستي یوه اوسنۍ پریزرونس او یوه هم چې د پریزورنس له لارې ټولې شوې ډبرینې ټوټې ځمکې ته انتقالوي.

د امریکا متحده ایالتونه په پام کې لري چې په ۲۰۳۰ لسیزه کې د ارتمیس پروګرام په چوکاټ کې خپل ستورمځلي هم مریخ ته ولیږي.

تر دې مخکې چین یوه پلټونکې سپوږمکۍ مریخ ته لیږلې چې تمه ده د ۲۰۲۱ کال په مې میاشت کې ورسیږي.