د افغان حکومت او طالبانو اوربند؛ د کابل اوسېدونکي د امنیت په اړه اندېښمن دي

افغان پوځیان

د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند له اعلان سره ـ سره د دغه هېواد یو شمېر اوسېدونکي د اختر په ورځو کې د امنیت په اړه بېلابېل لید لوري لري.

له لوی اختر یوه ورځ مخکې دلته په کابل کې پولیسو پلټنې پوستې زیاتې کړي او ډېر سرتېرې ترسترګو کېږي.

موټر او کله-کله کسان هم د ښار دننه بدني پلټل کېږي.

که څه هم د اوربند له اعلان سره په افغانستان کې د طالبانو د حملو په تړاو وېره کمه شوې خو د کابل اوسېدونکي لاهم د اختر په ورځو کې د امنیت په اړه اندېښمن دي.

د دغو اوسېدونکو له ډلې احمد وایي، داعش، لشکر طیبه او نورې ترهګرې ډلې ممکن د اختر په ورځو کې حملې ترسره کړي.

ارشیف

دی له امنیتي بنسټونو غواړي چې بې غوره نه‌شي او له وړاندې زیات څک اوسي.

هغه زیاته کړه: "له داعش، حقاني شبکې او نورو ډلو وېرېږو، ګواښ شته، دا چې طالبانو اوربند کړی د خوښۍ ځای دی خو امنیتي ځواکونه دې بې غوره نه‌شي و لا زیات دې د امنیت په اړه پام وکړي."

د پولیسو د پلټنې په یوه پوسته کې د محب په نوم له یو ځوان سر مخ شوم، دی د احمد د لید لوري برعکس د اختر د ورځو لپاره د امنیتي ځواکونو له لوري د امنیت په ټینګښت باوري دی.

هغه وویل: "په هره اندازه چې امنیت ونیول شي او د پلټنې پوستې جوړې شي هومره به ورسره امنیت خوندي وي، انشاالله د اختر ورځې به د امن په فضا کې تېرې شي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت د ټینګښت په اړه د امنیتي ځواکونو د چمتوالي خبره کوي.

طارق ارین

د دغه وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډيو ته په استولي پیغام کې ویلي: "امنیتي ځواکونه په ټول افغانستان کې د هېوادوالو د امنیت د خوندیتوب لپاره چمتو دي، له هر ډول لاملونه چې د نظم او امنیت د اخلال سبب وګرځي، برخورد به ورسره وکړي او هېڅ چاته به د امنیت د اخلال اجازه ورنه کړي."

که څه هم په وروستیو دوو کلونو کې دا درېیم ځل دی چې د افغان حکومت او طالبانو له لوري اوربند اعلانېږي خو په وروستیو دوو لسییزو کې په دغه هېواد کې ډیری اخترونه خونړي وه.

تمه ده چې له لوري اختر وروسته بندیانو د تبادلې د بهیر تر بشپړېدو وروسته د افغان حکومت او طالبانو تر منځ بین‌الافغاني مذاکرات پیل شي.