خليل‌زاد له غني سره د سولې د هڅو په اړه خبرې کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له ولسمشر اشرف غني سره په افغانستان کې د سولې د هڅو په اړه خبرې کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه بیان کې وايي، په دې کتنه کې چې پرون ماښام په ارګ کې وشوه د اوربند یا اورکم د تمدید، د افغانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل او د بندیانو د تبادلې په اړه بحث وشو.

خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو خبرو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل.

ارګ وايي چې په دې غونډه کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او مخکېنی ولسمشر حامد کرزی هم حاضر وو.