حمدالله محب د جرمني له سفیر سره د سولې د خبرو پر پیلېدو ټینګار وکړ

حمدالله محب او په کابل کې د جرمني سفیر اکسل سایډلر سره لیدنه وکړه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د جرمني له سفیر سره د کتلو پر مهال ټینګار وکړ چې د سولې خبرې باید ژر پیل شي.

حمدالله محب له اکسل سایډلر سره پرون په کابل کې خبرې وکړې.

د دې لیدنې کتنې په اړه د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي چې د جرمني سفیر له طالبانو غوښتي چې تر اختر وروسته له ځنډ او خنډ پرته د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

جرمني هغه هېواد دی چې د بین‌الافغاني خبرو کوربه‌توب ته چمتو شوی دی.