غزني کې د افغان ځواکونو او طالبانو نښته کې یو ملکي وژل شوی

ارشیف، په غزني کې د افغان ځواکونو عملیات

په غزني کې چارواکو ویلي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې یو ملکي وګړی وژل شوی او دوه تنه زخمیان شوي دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده نن (د جولای په ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سهار په واغظ کې شوې ده.

واحدالله جمعه‌زاده وايي: "د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې یوه رکشا چې درې ملکي وګړي په‌کې سپاره وو، لګېدلې. هغوی ټول د واغظ ولسوالۍ اوسېدونکي و."

جمعه‌زاده وویل چې د پېښې په اړه نور ډېر جزئیات نه‌لري.

د غزني ډېرې ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي.