سپاه پاسداران په هرمز تنګي کې څو بالستیک میزائیل ازمویلي

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي پوځي ازموینې

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د هرمز په تنګي کې څو بالستیک میزائیل ازمویلي دي.

د ازموینې لپاره یوه تقلبي امریکايي الوتکه ویشتل شوې ده.

د ایران دولتي ټلوېزیون نن (د جولای په ۲۹مه) یو شمېر وېډیوګانې خپرې کړې چې په‌کې لیدل کېږي چې یوې بې‌پيلوټه الوتکې د ازموینې لپاره یوه تقلبي بېړۍ په نښه کړې او ویشتلې ده.

د امریکا متحده ایالاتو پوځ ویلي چې په دې اړه‌یې معلومات ترلاسه کړي او په قطر او ابوظبي کې يې خپلو هوايي اډو ته سپارښتنه کړې چې تیار واوسي.

خو په منځني ختيځ کې د امریکا دا دواړه پوځي اډې له هغه ځایه چې ایران تازه ازموینې کړي، لیرې پرتې دي.