'د امو پر غاړه د تاجکستان استنادي دېوالونو د بدخشان ځمکې ویجاړې کړي'

بدخشان

په بدخشان کې سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د تاجکستان حکومت د امو دریاب پر غاړه له خپله لوري استنادي دېوال جوړ کړی چې له کبله‌یې د دریاب د سېل اوبه د افغانستان د بدخشان پر خوا راشېوه شوې او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه‌یې ویجاړه کړې ده.

د بدخشان د شغنان ولسوالۍ ولسوال، مرزاقل پیمان په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې سږکال په امو دریاب کې اوبه ډېرې دي او که حکومت د ستونزې حل پیدا نه‌کړي، ځنګلونه او د افغانستان خاوره به اوبه یوسي او د نهو ولسوالیو لارې به بندې شي.

مرزاقل پیمان وايي: "دا د افغانستان خاوره ده، زموږ د خلکو خاوره ده، لسهاوو جریبه ځمکه د امو دریاب خوړلې او د دریاب په بستر بدله شوې ده، موږ حکومت ته مکرراً شکایت کړی دی."

د شغنان ولسوال وویل چې امو دریاب د افغانستان لور ته ځمکه خوړلې او د اوبو ماراو بدل شوی دی.

د ازادي راډیو خبریال، نن (د جولای په ۲۹مه) د بدخشان د والي په حواله ویلي چې د دې ستونزې د حل لپاره د حکومت هڅې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په ټپه درېدلې دي.