د حج زیارت کوونکي نن مینا ته ځي

ارشیف

په سعودي عربستان کې د حج مراسم پیل شول.

د حج زیارت کوونکي نن مینا ته ځي او سبا د عرفې ورځ ده.

د حج مراسم په پنځو ورځو کې بشپړېږي.

د تېرو کلونو په پرتله سږ کال لږ شمېر مسلمانان د حج مراسم په ځای کوي.

د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله سعودي عربستان اړ شوی چې لږ شمېر خلکو ته اجازه ورکړي چې د حج مراسمو ته ورشي.

ارشیف

حج د اسلام یوه له پنځو بناوو څخه ګڼل کېږي او پر هر مسلمان چې مالي توان لري، فرض دی چې په خپل عمر کې یو ځل حج وکړي.

هر کال د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو څخه تر ۲ میلیونه ډېر مسلمانان د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته ځي او د نړۍ په دې تر ټولو سترو مذهبي مراسمو کې ګډون کوي.

خو سږ کال د کرونا ویروس د لا زیاتې خپرېدا د مخنیوي لپاره د نورو هېوادونو زیارت کوونکو ته اجازه ورنه‌کړل شوه چې د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.

دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې زیارت کوونکي د کرونا ویروس له خطره خوندي وي. د حج د مراسمو برخوالو ته ویل شوي چې ټولې روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي.

مکې ته له رسېدو سره سم د ټولو زیارت کوونکو تبې کتل شوي او تر مراسمو وړاندې قرنطین شوي دي.

د سعودي عربستان د حج او اوقافو د وزارت له پرېکړې سره سم هغه کسان د حج د مراسمو اجازه لري چې عمرونه‌یې تر ۶۵ کالو کم دي او هېڅ‌راز مزمنه ناروغي نه‌لري.

د سعودي د حج وزارت د پلان رئيس امر المداح اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې چارواکي هغه ټول تدابیر په پام کې نیسي او عملي کوي چې د حج د مراسمو په لړ کې حتي یو تن هم په کرونا اخته نه‌شي او یا څوک ورڅخه مړ نه‌شي.

سعودي عربستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د کرونا ویروس پېښې په‌کې ډېرې دي.

کرونا ټسټ ټیوب

د جانز هاپکنز پوهنتون له شمېرو سره سم، په دغه هېواد کې تر اوسه پورې ۲ لکه ۷۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ویروس ۲ زره ۷۸۹ تنه مړه شوي دي.

د سعودي عربستان د حج او عمرې د چارو وزارت تېره میاشت وویل، یوازې کم شمېر هغو بهرنیانو ته د حج د مراسمو اجازه ورکول کېږي چې په سعودي عربستان کې اوسي.

راپورونه وايي، د سږني حج په مراسمو کې به د زرو او ۱۰ زرو ترمنځ زیارت کوونکي برخه ولري.