د افغانستان دفاع وزارت: فاریاب کې ۱۷ طالبان ووژل شول

ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت وايي په فاریاب کې یې د طالبانو برید ځواب کړی او د هغوی ۱۷ تنه وسله‌وال یې وژلي دي.

دا خبره د دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه بیان کې کړې.

د بیان له مخې وسله‌والو طالبانو پرون د فاریاب ولایت په دولت‌اباد او المار ولسوالیو کې د افغان پوځیانو پر پوستو د بریدونو پلان درلود چې افغان عسکرو د هوايي ځواک په مرسته دې کار ته پرېنښودل.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي د افغان پوځیانو په ځوابي بریدونو کې ۱۷ طالبان وژل شوي او د دولت‌اباد لپاره د طالبانو د نظامي مرستیال په شمول ۱۱ نور طالبان ټپيان شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په فاریاب کې د وراوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغان پوځ او طالبانو ترمنځ تازه نښتې داسې وخت شوي چې پرون لومړی طالبانو او بیا افغان پوځیانو د اختر په شپو او ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.