د حج مراسم‌ پيل شول

ارشیف

د حج مراسم د سې شنبې په ورځ‌ پيل شول.

په دې مراسمو کې دا ځل د تېر په پرتله کم خلک برخه اخلي.‌ د سعودي عربستان چارواکو ويلي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره یوازې زر کسان د حج په مراسمو کې ګډون کوي.

په ځانګړو تدابیرو او لارښوونو سره کېدونکو د سږ کال په مراسمو کې ګډونوال ۷۰ فیصده له نورو هېوادونو او ۳۰ فیصده د سعودي‌ وګړي دي. نور کلونه شااوخوا دوه میلیونه مسلمانان سعودي عربستان ته د حج لپاره تلل.

جانز هاپکنز پوهنتون چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د کرونا ویروس شمېرې خپروي ليکلي چې د جولای تر ۲۸مې پورې په سعودي عربستان کې دوه لکه ۷۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي. ۲،۷۸۹ په‌کې مړه شوي او ۲۲،۵۰۰۰ ورڅخه رغېدلي ‌دي.