چارواکي: کران و منجان ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو تصفیه شوه

د کران و منجان ولسوالۍ

د بدخشان ولایت چارواکي وايي کران و منجان ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو له موجودیته تصفیه شوه.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني په دې اړه رسنیو ته په لېږلي صوتي پیغام کې وویل، د دغې ولسوالۍ د تصفیې په عملیاتو کې ۹ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه: "ټولې هغه ساحې چې د دولت وسله‌والو مخالفانو نیولې وې، د امنیتي ځواکونو له‌خوا بېرته ونیول شوې. اوس دغه ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې ده."

کران و منجان ولسوالۍ چې د بدخشان د لاجوردو کان په‌کې دی، تر اوسه څو وارې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.