له ازبکستان نوره ۲۰۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا افغانستان ته انتقالېږي

ارشیف

د افغانستان برښنا شرکت وایي تر خپله وسه هڅه کوي چې ډېر ژر له ازبکستان څخه نوره ۲۰۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا افغانستان ته انتقال شي.

تاجکستان ویلي چې د اوبو د کموالي له کبله نه‌شي کولای ټول ۳۵۰ مېګاواټه برېښنا چې له افغانستان سره‌یې تړون ورباندي کړې، برابره کړي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ازبکستان د برېښنا په نښلولو سره به د کابل او څو نورو ولایتونو د برېښنا ستونزه هواره شي.

هغه زیاته کړه: "ټاکل شوې ډېر ژر ۲۰۰ مېګاواټه نور اضافي برېښنا هم له ازبکستانه واخلو چې په مجموع کې موږ ۴۰۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا لرو او د تاجکستان د برېښنا سره ۲۴۰ مېګاواټه ته پورته کېږي. ۱۰۰ مېګاواټه هم داخلي تولید لرو، نو په دې سره به پارچاوي وي، خو لږ به وي. هیله مې له هېوادوالو دا ده چې د مصرف په برخه کې یې پام وکړي."

افغانستان د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې د پراخو اوبو د لرلو سره سره، برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي.

د برېښنا شرکت وایي د تاجکستان او هر بل هېواد سره په تړونونو کې د طبیعي پېښو او نورو احتمالي ستونزو په اړه وړاندوینه شوې ده.

اوس‌مهال تاجکستان ویلي چې یوازې ۴۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته صادرولی شي.