امریکايي ډیپلوماتان د چین په چنګدو کې له خپلې کونسلګرۍ وځي

ارشیف

امریکایي ډیپلوماتان دې ته چمتوالي نیسي چې د چین په سویل لویدیځ چنګدو کې له کونسلګرۍ ووځي.

دا وروسته له دې چې چین د دغې کونسلګرۍ د تړلو امر وکړ.

د راپورونو له مخې، چین دغلته امریکایي ډيپلوماتانو ته د جولای تر ۲۷مې یعنې نن پورې مهلت ورکړی و چې کونسلګرۍ نه ووځي.

د چین دولتي ټلویزیون داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي دغلته د امریکا بیرغ له کونسلګرۍ راټیټېږي.

چینایي ډيپلوماتانو د جولای په ۲۴مه د امریکا د ټکزاس په هیوسټن ښار کې کنسلګرۍ پرېښوده، امریکایي چارواکو هلته د دې ماموریت د تړلو امر کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو تور پورې کړی چې چین له دغې کونسلګرۍ د جاسوسي او معنوي مالکیت د غلا لپاره کار اخلي.