کابل نن د 'سام' غونډې کوربه دی

ارشیف، په ۲۰۱۷ کال کې په کابل کې د سام غونډه

نن په کابل کې د لوړپوړو چارواکو ناسته (سام) ترسره کېږي.

سام یا د لوړپوړو چارواکو ناسته هر کال د افغانستان د حکومت او بهرنیو هېوادونو په تېره بیا تمویلوونکو دولتونو ترمنځ د حساب کتاب او ځواب‌وینې لپاره جوړېږي.

د افغانستان د مالیې وزارت په یوه بیان کې ویلي چې سږ کال د لوړپوړو چارواکو په دوه ورځنۍ ناسته کې به چې له دوشنبې په ارګ ماڼۍ کې پيلېږي، د جنوا د دوه اړخیزو ژمنو په چوکاټ کې پرمختګونه وارزول شي او هم به د افغانستان د دولت په پراختیايي تګلارې بحث وشي.

د مالیې وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې چې دا غونډه د ۲۰۱۹ کال نومبر ته پلان شوې، خو ولسمشرۍ ټاکنو او بیا د کرونا وُبا خپرېدو اوس وځنډوله.