لندن کې د اووال کرکټ سټډیوم د نندارچیانو پرمخ پرانیستل شو

ارشیف

په لندن کې د اووال کرکټ ستډيوم پرون له مارچ راهیسې د لومړي ځل لپاره د ننداره چیانو په مخ پرانیستل شو.

سټډیوم ته ټول ننوتونکي کسان لومړی د دروازې په خوله کې کنټرولېدل او په ټاکلي واټن دننه تلو ته پرېښودل کېدل.

د کرکټ مینه والو د بریتانیا د کورني لیګ د سوري او مېډلسیکس ټيمونو تر منځ لوبه له نږدې وکتله.

له کله چې په اروپا او ګڼو نورو هېوادونو کې کرونا وُبا خپره شوه د کرکټ او فوټبال لوبې بندې شوې خو د وضعې په ښه کېدو یواځې ټیمونو ته اجازه وه چې ستډیوم ته ورشي.

اکثر لوبې په ټلویزیون ښکاره کېدلې خو دا لومړی وار و چې د کرکټ مینه والو اجازه پیدا کړه لوبه له نږدې په ستډیوم کې وګوري.