امریکا: چین ته د جاسوسۍ په تور یو سنګاپوری وګړی نیول شوی

ارشیف

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي یوه سنګاپوري سړي اعتراف کړی چې له امریکا یې استخباراتي معلومات ټولول او چین ته یې ورکول.

دغه کس د مشورې ورکولو دفتر درلود او ویل کېږي چې له خپلې دندې یې په ناوړه ګټې اخیستلو استخباراتي معلومات ټول کړي.

جون وي یو چې په ډیکسن مشهوره دی د جمعې په ورځ د واشنګتن په فدرال محکمه کې ومنله چې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۹ کلونو پورې یې د چین د استخباراتو لپاره کار کاوه.

ډیکسن تایید کړې چې په دې موده کې یې د امریکایي پوځیانو په شمول د دولتي کارکوونکو په اړه معلومات چینايي چارواکو سره شریکول.

چین ته د جاسوسۍ په اړه دغه سنګاپوري داسې وخت اعتراف کړی چې څو ورځې مخکې امریکا په هیوسټن ښار کې د چین د کونسلګرۍ د تړلو غوښتنه وکړه.

امریکايي چارواکو ویلي و چې دا کونسلګرۍ د جاسوسي مرکز دی او ټکنالوژیکي غلاوې کوي.

چین بیا د امریکا د دغه کار په غبرګون دا مریکا یوه کونسلګرۍ په چینګ دو ښار کې وتړله.