د افغان هندوانو او سېکهانو لومړۍ جوپه هند ته ولاړه

هند ته تللي افغان هندوان او سېکهان

په کابل کې د هند سفارت وايي، یوه ډله افغان هندوان او سېکهان چې غوښتل‌یې له افغانستانه ووځي، نن د نوې ډېلي پر لور وخوځېدل.

په کابل کې د هند سفارت پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي، دا افغان سېکهان او هندوان چې په افغانستان کې ګیر پاتې وو، د کام ایر په الوتنه کې نوې ډېلي ته ولاړل. بیان زیاتوي، د افغان سېکهانو او هندو د ټولنې هغو غړو ته چې هند ته د کډه کېدو لېوال وو، هم په دې الوتنه کې د سفر امکان برابر شو.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د دې افغان سېکهانو د کورنیو چې په هند کې یې سیاسي پناه غوښتې لومړۍ جوپه نوې ډېلي ته رسېدلې ده. په راپورونو کې راغلي دي چې دا کورنۍ په افغانستان کې د پاکستان مېشتو ترورېستي ډلو د حملو له ګواښ سره مخامخ وې.

په وروستیو څو میاشتو کې په ټول افغانستان کې د ناامنیو له پراخېدو سره پر سېکهانو او هندوانو هم وسله‌والې حملې زیاتې شوې. د سږني کال د وري په شپږمه د کابل پر یوه درمسال د وسله‌والو په برید کې چې مسؤلیت‌یې داعش ډلې ومانه ۲۷ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول.