'نیمروز کې د کمال خان بند د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي'

ولسمشر غني په نیمروز کې د کمال خان بند له جوړېدو لیدنه وکړه

افغان حکومت وايي په نیمروز کې د کمال خان بند د جوړېدو چارې د بشپړېدو په حال کې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن نیمروز ته د خپل سفر په ترڅ کې د کمال خان بند رغنیزې چارې له نږدې کتلې دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې د کمال خان بند به د روان کال د قوس په وروستیو کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره چمتو شي.

ښاغلی غني نن نیمروز ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له بېلابېلو اوسېدونکو سره هم کتلي او دغلته‌يې د یو شمېر رغنیزو پروژو د پیل ژمنې هم کړې دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي لیکلي چې کمال خان بند د یو لک ۸۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو او نهه مېګا واټه برښنا د تولید ظرفیت لري.

افغان حکومت وايي څلور میاشتې وروسته به‌يې د برېښنا د توربینونو د نصبولو چارې پیل شي او په ۱۲ میاشتو کې به پای ته ورسېږي.

د کمال خان بند د جوړېدو د درېیمې برخې چارې درې کاله وړاندې پیل شوې.

په دغې چارې ۷۸ ميلیونه امریکايي ډالر لګښت راځي چې د افغان دولت د پراختیايي بودجې له‌خوا ورکول کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه بند د جوړېدو د کار د پیل پر مهال ویلي وو چې د افغانستان د اوبو مدیریت یو حتمي او اړین کار دی.

د راپورونو له مخې، افغانستان ۷۵ ميلیارده متره مکعبه سطحي اوبه لري، خو یوازې له ۳۰ فیصدو یې استفاده کوي او پاتې ۷۰ فیصده‌یې ګاونډیو هېوادونو په تېره ایران او پاکستان ته بهېږي او دا هېوادونه په وړیا توګه ورڅخه ګټه اخلي.