د ارزګان چارواکي: د طالبانو یوه نفوذي کس ۴ ولسي پاڅونوال وژلي

ارشیف

د ارزګان ولایت چارواکي وايي د وسله‌والو طالبانو یوه نفوذي کس څلور ولسي پاڅونوال وژلي دي.

پېښه نن سهار وختي څلور بجې د مرکز ترینکوټ په شمال ختیځه سیمه چنارک کې شوې ده.

د والي ویاند زړګي عبادي ازادي راډیو ته وویل: "خپل څلور همکاران‌یې شهیدان کړي دي چې د ولسي پاڅونوالو د ډلې وو. وسلې او تجهیزات‌یې له ځان سره وړي او یوه رنجر موټر ته‌یې اور ورته کړی دی."

د عبادي په خبره چې امنيتي پوستې ته تازه دمه سرتېري رسېدلي او حالت‌يې کنټرول کړی دی.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د وسله‌والو طالبانو نظر هم له ځان سره ولرو، خو د نظر په اخيستلو يې بريالي نه‌شوو.