غني پلټونکې ادارې ته د کرونا ځانګړې شویو مرستو په اړه د څېړنو امر وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پلټونکې عالي ادارې ته امر کړی چې د هغو مرستو په اړه څېړنه وکړي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې وې.

دا خبر پرون (د جولای په ۲۵مه) له ارګه په یوه خبرپاڼه کې خپور شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني پرون د پلټونکې ادارې له مشرې غزال حارس سره په دې اړه چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې مرستې په مرکز او ولایتونو کې په څه ډول مصرف شوي خبرې کړي، د افغانستان ماليې وزارت او ولایتي ادارو ته‌یې سپارښتنه کړې چې په ۲۴ ساعتونو کې د دې مرستو د مصرف په اړه خپل راپور دې ادارې ته ورواستوي.

د پلټونکې ادارې مشرې ویلي چې په ولایتونو کې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره د وسایلو د اخیستلو په برخه کې لازم معیار په پام کې نه‌دی نیول شوی، د مرستې د پيسو په لګښت کې هم هغومره پام چې لازم و، نه‌دی شوی.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني ویلي چې که چېرې ثابته شوه چې هغو کسانو چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د مرستو د مصرف مسؤلیت ورسپارل شوی و، په خپل کار کې ناغېړي کړې او پیسې یې ضایع کړي، عدلي او قضايي ادارو ته به معرفي شي.

په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړو شویو پيسو د مصرف په برخه کې د مصنوعي تنفس د دستګاوو د اخیستلو له څرنګوالي، روغتونونو ته د دوا او د ټسټ لپاره د ځانګړو طبي وسایلو تر رسولو پروې د پراخ مالي فساد راپورونه خپاره شوي دي.