خلیلزاد د افغانستان، قطر، پاکستان، ناروې او بلغاریا په سفر وتلی

زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو وار بیا د افغانستان ترڅنګ د قطر، پاکستان، ناروې او بلغاریا په سفر وتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په یوه اعلامیه کې وویل چې ښاغلي خلیلزاد دا سفر تېره جمعه پیل کړی دی.

د اعلامیې په حواله زلمی خلیلزاد به په دوحه او کابل کې د افغانانو د خپلمنځي مذاکرو په درشل کې د پاتې ستونزو د حل هڅه وکړي، په ځانګړي ډول د بندیانو نهايي تبادلې او د تاوتریخوالي کمول.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو په فبرورۍ میاشت کې په خپلو کې یوه موافقه لاسلیک کړه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خپلمنځي مذاکرو ته زمینه برابره شي.

خو د دغو مذاکرو په وړاندې یو خنډ د بندیانو په تبادله کې اختلافات او د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي نه‌کمول دي.

طالبانو د موافقې تر لاسلیک وروسته هم په افغانستان کې خپلو خونړیو حملو ته دوام ورکړی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی به په پاکستان کې د افغانانو خپلمنځي مذاکرو د پرمختګ لپاره د دغه هېواد د ملاتړ جلبولو هڅه وکړي.