چین په ټکزاس کې د دوی کونسلګري ته د امریکايي ځواکونو پر ننوتو شکایت وکړ

ټکزاس کې د چین کونسلګري

د چین حکومت پرون د جولاي په ۲۵مه شکایت وکړ چې په امریکا کې د قانون د حاکمیت ځانګړي چارواکي په نامناسب ډول د ټکزاس ایالت په مرکز هیوسټن کې د دوي د کونسلګرۍ ودانۍ ته ور ننوتي وو.

د امریکا حکومت چین ته ویلي و چې دا کونسلګري ​بنده کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکايي ځواکونه په زور د دوی د کونسلګري ودانۍ ته ور ننوتي او په دې اړه په بیان کې خپله شدیده نارضایتي او له دې حرکت سره کلک مخالفت څرګند کړی دی.

په بیان کې ویل شوي چې د چین له لوري به هم لازم او متناسب اقدام وشي ځکه د چینايي لوري په وینا د کونسلګري ودانۍ د چین ملکیت دی او د نړیوالو تړونونو پر اساس امریکايي چارواکو د ور ننوتلو حق نه درلود.

د امریکا حکومت د جمعې په ورځ د چین کونسلګري بنده کړه.

د چین حکومت هم د متقابل اقدام په ډول د امریکا متحدو ایالاتو ته وویل چې د چین په جنوب ختیځ ښار چینګود کې خپله کونسلګري بنده کړي خو دا لا نه ده څرګنده چې هغه امریکایي ډیپلوماتان او نور مامورین چې هلته کار کوي، په څه ډول له چینه وتلای شي.