ارګ: له بنده یو شمېر خوشې شوي طالبان جګړې ته ورګرځي

ولسمشرۍ ماڼې

ارګ وايي، حکومت له دې اندېښنه لري چې له بنده یو شمېر خوشې شوي طالبان جګړې ته ورګرځي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال پرون (د اسد په ۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې حکومت توقع درلوده چې د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو له پروسې سره به تشدد کم شي او هغه طالبان به چې له زندانونو خوشې کېږي، د جګړې ډګر ته نه‌ستنېږي.

دوا خان مینه‌پال

مینه‌پال وویل، له بده مرغه دا دواړه کارونه نه‌دي شوي.

دوا خان مینه‌پال وايي: "د افغانانو غوښتنه دا وه چې د دې پروسې له پيل سره تشدد راکم شي، هغه کسان چې له محبسونو خلاصېږي باید جګړې ته راونه‌ګرځي خو له بده مرغه جګړې زور اخیستی، د افغانستان د خلکو غوښتنې او د افغانستان د حکومت توقع ته پاملرنه نه‌ده شوې. دا د افغانستان خلکو او حکومت ته د منلو وړ نه‌ده."

په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر د فبرورۍ په ۲۹مه له امریکا سره د سولې موافقه وکړه.

په قطر کې د طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

هغوی مخامخ د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو د پيل لپاره د خپلو ۵،۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو شرط کېښود. د سرچینو په حواله، د طالبانو تر ۴،۰۰۰ بندیان تر اوسه د حکومت له بنديخانو خوشې شوي دي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره اوونۍ (د جولای په ۲۳مه) پر ټویټر ولیکل چې له لوی اختره وروسته له حکومت سره د سولې خبرو پيل ته تیار، خو په دې شرط چې تر اختره د دوی پاتې زندانیان هم خوشې شي.

شاهین لیکلي و چې دوی به هم هغه کسان چې د حکومت له لوري یې نیولي دي، خوشې کوي.

له لوی اختر وروسته د بین‌الافغاني خبرو پیل ته د طالبانو مشروط چمتووالی

ویسا: ځینې خوشې شوي طالبان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د شاهین د دې ټويټ تر خپرېدو یو نیم ساعت وروسته، پر ټویټر ولیکل چې د طالبانو بندیانو چې له زندانونو خوشې شوي قسم کړی چې جګړې ته به نه‌ورګرځي، خو لیدل کېږي چې یو شمېر یې بیا جنګېږي.

د افغانستان په شمال کې د ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو هم تېره اوونۍ عکسونه خپاره کړل او ادعا یې وکړه چې هغه طالبان‌یې چې د حکومت له زندانونو نه تازه خوشې شوي، بېرته د جګړې په ډګر کې نیول شوي دي.

ایا د تشدد زیاتوالی، په جنګ کې د یو شمېر تازه خوشې شویو طالبانو ګډون او د حکومت په زندانونو کې د پاتې بندیانو د خوشې کولو پر سر بحث به د حکومت او طالبانو د سولې د خبرو پيل وځنډوي؟

دوا خان مینه‌پال د دې پوښتنې په ځواب کې ولیکل: "موږ هم دا اندېښنه لرو، وبه ګورو چې څه کېږي، خو یو مهم کار کېدونکی دی."

مینه‌پال د نور تفصیل له ورکولو ډډه وکړه. په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر (يوناما) د جولای په دوهمه په یوه بیان کې وویل چې د طالبانو او حکومت ترمنځ د سولې د خبرو د پيل امکان زیات شوی دی.

یوناما

یوناما په جګړه کې پر ښکېلو خواو غږ وکړ چې د ملکي خلکو مصونیت ته فکر وکړي، تشدد کم کړي او په دوحه کې د راروانو خبرو لپاره مثبت چاپېریال برابر کړي.

په بیان کې د یوناما د مشرې په حواله لیکل شوي ول چې ځیني اړخونه شته چې د جګړې پای ته رسېدل نه‌غواړي، خو هغوی که د سولې د پروسې د تخریب لپاره له هرې وسلې کار واخلي، بیا به هم دې هدف ته ونه‌رسېږي.

د یوناما په بیان کې دا نه‌وه په ډاګه شوې چې څوک د سولې د بهیر د تخریب لپاره کار کوي.