مک ډونالډز رستورانتونه: مشتریان د ننوتو پر وخت باید ماسک وکاروي

ارشیف

مک ډونالډز رستورانتونه وايي له دې وروسته یې چې په امریکا کې مشتریان رستورانتونو ته داخلېږي باید ماسکونه پر مخ وکاروي.

د اسوشېتېد پریس خبري اژانس په حواله، دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د امریکا په ګڼو ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

دا تازه مقررات پرون پنجشنبه اعلان شول، چې د اګست میاشتې له لومړۍ نېټې به عملي کېږي.

تر دې مخکې هم په امریکا کې ځینو نورو مغازو او کمپنیو هم له خپلو مشتریانو غوښتي وو، چې په امریکا کې د دوی څانګو ته د ورتګ پر مهال ماسکونه وکاروي.