چارواکي: بغلان کې ماین چاودنې ۱ کس وژلی

ارشیف

د بغلان ولایت چارواکي هم وايي په پلخمري کې د ماین په یوه چاودنه کې یو ملکي وژل شوی دی.

د والي ویاند نظیم نجم پرون جمعه ناوخته ازادۍ راډیو ته وویل: "په چشمه شېر ساحه کې د ملکیانو پر موټر ماین چاودلی چې په نتیجه کې یې یو ملکي وګړی وژل شوی او بل تن ټپي دی، ماین د وسله والو مخالفانو له خوا ایښوول شوی دی."

په نورو راپورونو کې د ماین په دې چاودنه کې د وژل شویو ملکیانو شمېر ۴ او د ټپیانو شمېر یو ښوول شوی دی.

وسله والو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.