'افغانستان کې د ورځې په اوسط ډول ۱۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي'

د ننګرهار په ښېوه کې د ځانمرګي برید ټپیان د درملنې پرمهال. May 13, 2020

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي د دوی ارزونې ښيي چې په هېواد کې د ورځې په اوسط ډول ۱۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په هېواد کې د ناامنیو په وروستیو پېښو کې تر ډېره ملکیانو او هغو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، چې په جګړه کې هېڅ رول نه لري.

د دغه کمېسیون د نشراتو رئیس ذبیح الله فرهنګ پرون جمعه ناوخته ازادۍ راډیو ته وویل، د دوی ارزونې ښيي چې هره ورځ په هېواد کې په اوسط ډول ۱۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

هغه وايي: "زموږ د ارزونو له مخې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ورځې په اوسط ډول ۱۶ ملکیانو ته چې په جګړه کې هېڅ رول نه لري- مرګ ژوبله اوړي، زموږ د ارزونو له مخې یوازې د ۲۰۲۰میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۶۳۰ ماشومانو مرګ ژوبله ثبت شوې، ممکن دغه شمېر زیات وي."

په تازه مورد کې د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې په یوه بمبارۍ کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا شوې ده.

د هرات چارواکو ویلي دغه حمله تېره چهارشنبه د طالبانو پر یوه غونډه شوې، چې په نتیجه کې یې ځینې افراطي وسله وال وژل شوي دي.

خو په سیمه کې ځینو کسانو د ازادۍ راډیو خبریال ته ویلي، په دې بمبارۍ کې لږترلږه ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

Your browser doesn’t support HTML5

حمله هوایی بر 'گذره' ۱۲ کشته و بیش از ۲۰ زخمی برجا گذاشته است

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ په ادرسکن ولسوالۍ کې دغې پېښې ته په اشاره په یوه اعلامیه کې ویلي، د ملکیانو وژنه په هېڅ ډول د توجېه وړ نه ده.

ښاغلي عبدالله غوښتنه کړې، چې د بین الافغاني مذاکرو د پیلېدو له نږدې کېدو سره دې تاوتریخوالی راکم شي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د پنج شنبې په ورځ ویلي، د جګړې په میدانونو کې د مرګ ژوبلې شمېرې د انساني غمیزې څرګندوي کوي او د جګړې اصلي قربانیان ملکي وګړي دي.

بلخوا د افغانستان د سولې لپاره واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د پنج شنبې په ورځ په ټویټر کې لیکلي، نور قبرونه د سولې د مذاکرو د پرمختګ نه سبب کېږي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نشراتو رئیس ذبیح الله فرهنګ د جګړې له ښکېلو لوریو د اوربند په برخه کې د عملي اقداماتو غوښتنه وکړه.

ذبیح‌الله فرهنګ

هغه زیاته کړه: "څومره چې جګړه اوږدېږي، بشري حقونه هم تر پښو لاندې کېږي، موږ له ټولو اړخونو چې د افغانستان په جګړه کې ونډه لري، غوښتنه کوو چې د اوربند لپاره ګامونه واخلي او د تاوتریخوالي کمېدو په موخه باید اساسي ګامونه واخیستل شي. له بده مرغه ملکي کسان، غیرنظامي او بېدفاع کسان اصلي قربانیان دي، چې دا موږ ته د اندېښنې وړ خبره ده."

خو په روانه جګړه کې چې په وروستیو کې یې شدت زیات شوی، د ملکیانو تر څنګ د افغان امنیتي ځواکونو مرګ ژوبله هم زیاته شوې ده.

بریتانوۍ ورځپاڼې ایشین لایټ پرون د ځینو رسنیو په حواله راپور ورکړی، چې د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې په تېرو درېیو اوونیو کې د وسلوالو طالبانو د ۲۲۰ په حملو په نتیجه کې لږ تر لږه ۲۵۰ امنیتي پوځیان وژل شوي او تر ۳۰۰ زیات نور ټپیان دي.

آرشیف، پکتیا کې د یوې چاودنې له امله د دوو پولیسو ټيي کېدل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د پنج شنبې په ورځ د جګړې له ښکېلو اړخونو د راروان لوی اختر په ورځو کې د اوربند غوښتنه وکړه، چې حکومت یې هرکلی وکړ.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وویل، که طالبان اوربند نه‌کوي، لږترلږه دې تاوتریخوالی راکم کړي، څو په افغانستان کې د سراسري سولې لپاره بین ‌الافغاني خبرو ته زمینه برابره شي.