افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۶ زرو ته پورته شو

ارشیف، د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي د کرونا ویروس د لسګونه تازه پېښو په ثبتېدو سره په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر ۳۶ زرو ته پورته شوی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاندې معصومه جعفري په یوه وېډیويي پیغام کې رسنیو ته په دې اړه معلومات ورکړل.

اغلې جعفري وايي: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۵۷ مشکوک کسان معاینه شوي چې له ډلې یې ۶۰ مثبتې پېښې ثبت شوي. له دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۳۵ زره او ۹۸۸ ته ورسېد."

اغلې جعفري زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ کسان مړه شوي هم دي او د هغو چې درملنه شوې شمېر ۵۲ ته رسېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت افغانانو ته سپارښتنه کوي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره دې ټولې روغتیايي سپارښتنې په جدي توګه عملي کړي.

له خلکو سره د واټن ساتل، د غونډو نه‌ترسراوی او د لاسونو وینځل هغه سپارښتنې دي چې د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان پرې ټینګار کوي.