چین د واشنګټن د وروستي اقدام ځواب کې د امریکا قونسلګرۍ جواز فسخه کړ

کنسولگری چین در شهر هیوستون تگزاس

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې پیکېنګ په جنوب لوېدیځ ښار چینګ دو کې د امریکا د قونسلګرۍ د فعالیت جواز فسخه کړی دی.

په چینګ دو کې د امریکا د قونسلګرۍ د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، دا قونسلګري په ۱۹۸۵ کال کې پرانیستل شوې او نږدې ۲۰۰ کارکوونکي لري چې شاوخوا ۱۵۰ تنه‌یې سیمه‌ییز کارکوونکي دي.

پیکېنګ دا پرېکړه د امریکا متحده ایالاتو د هغې پرېکړې پر وړاندې په غبرګون کې کړې چې په روانه اوونۍ کې یې د تګزاس په هیوسټن ښار کې د چین قونسلګري بنده کړه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا د امریکا د وروستۍ ناسمې پرېکړې پر وړاندې یو مشروع او ضروري اقدام و.

د متحده ایالاتو او چین اړیکې له پخوا راهیسې ترینګلې وې، خو وروسته له دې چې د امریکا حکومت د جولای په ۲۱مه د ۷۲ ساعتونو په ترڅ کې په هیوسټن کې د چین د قونسلګرۍ د بندېدو امر وکړ، د دوی په اړیکو کې کړکېچ لا زیات شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په چین کې د امریکا سفارت تر اوسه په دې اړه تبصره نه‌ده کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د پنجشنبې په ورځ په یوه وینا کې د امریکا له متحدانو وغوښتل چې د ده په وینا د چین د کمونېست ګوند د نړیوالې پراختیا غوښتنې د نیتونو پر ضد یو موټی شي.