د امرالله صالح دفتر: طالبان دې اورکم او بین‌الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي

قطر کې د طالب پلاوي یو شمېر غړي

د افغانستان جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر د اوربند په اړه د یوناما له غوښتنې د هرکلي ترڅنګ له طالبانو غواړي چې اورکم، بین‌الافغاني خبرو او تل‌پاتې سولې ته دې زمینه برابره کړي.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا "یوناما" د راتلونکي لوی اختر په ورځو کې د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه کړې، د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال دفتر وايي، که طالبان اوربند نه‌کوي، لږترلږه دې تاوتریخوالی راکم کړي، څو په افغانستان کې د سراسري سولې لپاره د بین‌الافغاني خبرو زمینه برابره شي.

د دې دفتر د رسنیو او عامه اړیکو د دفتر رئیس رضوان مراد که څه هم د اختر په ورځو کې له احتمالي اوربند هرکلی کوي، خو وایي چې لنډ مهالی اوربند نه‌شي کولای د افغانانو درد ته دوا شي.

ښاغلی مراد د بین‌الافغاني خبرو په پيل ټینګار کوي، څو سراسري سولې ته زمینه برابره شي.

رضوان مراد

ښاغلی مراد زیاتوي: "که اوربند نه‌کېږي، تاوتریخوالی دې دومره کم شي، څو خلک ډاډه شي او د افغان جګړې د ختمېدو او سولې ته زمینه برابره شي، د حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل شي، تر هغې چې مذاکرات او اورکم محسوس نه‌شي، درې ورځې اوربند ممکن ښه کار وي، خو د افغانانو درد نه‌شي دوا کولای."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د اختر په ورځو کې جګړه بنده کړي.

د یوناما مشرې دیبرا لاینز د جګړې په ښکېلو خواو غږ کړی چې جنګ بس کړي او بین‌الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره کړي.

یوناما تېره ورځ په خپل ټویټر د اغلې لاینز له قوله لیکلي، د جګړې اړخونه دې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي او همدا شان دې له اوربند وروسته بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

دیبرا لاینز

که څه هم طالبانو تر اوسه نه‌دي ویلي چې د اختر په ورځو کې اوربند کوي کنه، خو د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، ښايي له اختر وروسته به بین‌الافغاني خبرې پيل شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د امر باالمعروف مسؤل مولوي قلم‌الدین ازادي راډیو ته وویل چې احتمال شته چې طالبان د اختر په ورځو کې اوربند وکړي.

ښاغلی قلم‌الدین زیاتوي: "تمې شته چې اوربند وشي، کره معلومات نه‌لرم چې طالبانو پرېکړه کړې کنه، خو زه خوشبینه یم چې د اختر په ورځو کې به اوربند وشي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چمتو دي چې په مشروط ډول تر اختره د افغان حکومت پاتې بندیان هم ازاد کړي.

ښاغلي شاهین پر خپل ټويټر لیکلي دي چې دا چاره هغه وخت ممکنه ده چې افغان حکومت د طالبانو د ورسپارل شوي لېست مطابق طالب زندانیان ازاد کړي.

ښاغلي شاهین هم ویلي چې دغه ډله له اختر وروسته بین‌الافغاني خبرو ته چمتووالی لري.

په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر غوښتنه کړې چې جګړې ته د خوشې شویو طالب زندانیانو د بیا ورتګ مخه باید ونیسي.

د دې شورا ویاند جاوېد فیصل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالب بندیانو د خوشې کېدو پر مهال قسم یاد کړی و چې بیا به په جګړه کې برخه نه‌اخلي، په داسې حال کې چې ډېر جنګیالي یې یو ځل بیا د افغانستان د خلکو پر ضد جنګېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جګړو له امله تاوتریخوالی زیات شوی چې ورسره د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.