غزني کې ماین چاودنې درې ملکیان ووژل

غزني ښار

په غزني کې د ماین چاودنې درې ملکیان ووژل او یو بل یې ټپي کړ.

د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده وایي، د دغو کسانو د سپرلۍ موټر نن ماسپښین د ښار په مربوطاتو کې پر خښ شوي ماین وربرابر شو.

ښاغلی جمعه‌زاده زیاتوي: "نن ماسپښین درې بجې د غزني ولایت مرکز اړوند په ارزو سیمه کې د وسله‌والو طالبانو پر خښ کړای شوي ماین سراچه موټر برابر شوی چې درې تنه‌یې وژلي او یو بل ټي دی."

دولت وایي، دغه ماین د طالبانو له‌خوا ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو لا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.