عبدالله: هرات کې د ملکیانو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي، د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د ملکیانو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي دي.

د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تاوتریخوالی او د ملکیانو وژنه په هېڅ ډول د توجېه وړ نه‌ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، تمه داو ه چې د بین‌الافغاني خبرو پېل ته په نږدې کېدو به تاوتریخوالی کم شي، خو وړاندې راغلي، د جګړې په ډګرونو کې د مرګ‌ژوبلې زیاتوالی انساني او بشري فاجعه ده.

له دې وړاندې د دفاع وزارت سرپرست ویلي، د دوی شواهد ښيي چې په ګذرې کې ټوله مرګ‌ژوبله طالبانو ته اوښتې.

اسدالله خالد وايي: "هرات کې چې پرون کومه پیښه شوې، موږ یې فلم او انځورونه لرو، له رسنیزې برخې هیله کوم چې له دې خبرو وروسته‌یې خپاره کړي، موږ دا نه‌شو ویلی چې تصویرونه مه‌خپروئ ځکه چې زموږ پوځي راز دی، خپاره‌یې کړئ، چې ولس پوه شي، هیله لرم چې ملکي مرګ‌ژوبله هېڅ نه‌وي."

دفاع وزارت یوه وېډیو هم خپره کړې چې د دوی په وینا همدې سیمه کې له برید مخکې یو شمېر وسله‌وال په‌کې ښکاري، خو د وېډیو کره‌والی خپلواکو سرچینو لا نه‌دی تأييد کړی.