اسدالله خالد: د هرات هوایي برید کې ټوله مرګ‌ژوبله طالبانو ته اوښتې

ارشیف، د افغان ځواکونو یوه هلیکوپټره د هوايي حملې پر مهال

د افغانستان دفاع سرپرست وزیر وایي، د هرات په هوایي برید کې ټوله مرګ‌ژوبله وسله‌والو طالبانو ته اوښتې.

اسدالله خالد، په دغه برید کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله تأیید یا رد نه‌کړه، خو ویې‌ویل، دوی د طالبانو د مرګ‌ژوبلې شواهد لري چې له رسنیو سره به‌یې شریک کړي.

ده وویل: "هرات کې چې پرون کومه پېښه شوې، موږ یې فلم او انځورونه لرو، له رسنیو هیله کوم چې له دې خبرو وروسته‌یې خپاره کړي، موږ دا نه‌شو ویلی چې تصویرونه مه‌خپروئ ځکه چې زموږ پوځي راز دی، خپاره‌یې کړئ چې ولس پوه شي، هیله لرم چې ملکي مرګ‌ژوبله هېڅ نه‌وي."

خو د سیمې یو شمېر اوسیدونکي د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، د برید پر مهال دې سیمه کې ولسي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

بل لور ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، راپورونه ور رسېدلي چې په هرات کې د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې د وژل شویو کسانو په ډله کې ماشومان هم شامل دي.

ښاغلي خلیل‌زاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د تاوتریخوالي د دوام دا ډول وضعیت د سولې له خبرو سره مرسته نه‌شي کولای.