'غزني کې طالبانو ۶ ولسي پاڅون کوونکي وژلي'

غزني

په غزني کې د طالبانو په برید کې شپږ تنه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند واحدالله جمعه‌زاده ازادي راډیو ته وویل، برید برایي د قره‌باغ ولسوالۍ په یوه سیمه کې شوی دی.

هغه زیاته کړه: "تېره شپه وسله‌والو طالبانو د یادې ولسوالۍ په نوده، کوچیانو کلي او کرو سای کې د پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه کړي چې د پاڅون کوونکو د قوماندان ظفر په ګډون شپږ تنه پاڅون کوونکي یې وژلي او نهه تنه نور ټپیان دي."

تېره یکشنبه هم د طالبانو ورته برید کې دغلته د قوماندان معصوم په نوم د پاڅون کوونکو یو قوماندان له دوو ملګرو سره ووژل شو.

طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه‌دي ویلي.

ولسي پاڅون کوونکي هغه کسان دي چې د دولت په ملاتړ یې د خپلو سیمو د خوندیتوب لپاره وسلې اخیستې دي.

په ننګرهار، بدخشان او لوګر کې بیا چارواکي ادعا کوي چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو یې د طالبانو بریدونه شنډ کړي او طالبانو ته‌یې مرګ‌ژوبله اړولې.