د افغانستان دفاع وزارت: هرات کې به د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې څېړنه وشي

ارشیف، د افغان ځواکونو یوه هلیکوپټره د برید پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د هرات د ګذرې ولسوالۍ په 'خم زیارت' سیمه کې به د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې د ادعاوو جدي څېړنه او پلټنه وکړي.

دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې چې پرون ناوخته‌یې خپره کړه دا ژمنه هم کړې ده چې د خپلو تحقیقاتو نتیجه به له رسنیو او خلکو سره شریکوي.

پرون سهار د هرات د ادرسکن ولسوال محمد علي فقیریار رسنیو ته وویل چې د طالبانو پر یوې غونډې د ادرسکن او ګذره ولسوالیو ترمنځ بمباري شوې ده چې د سیمې د خلکو په وینا تر ۴۵ ډېر کسان په‌کې وژل شوي دي.

طالبانو بیا په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې په دې بمبارۍ کې اته ملکیان وژل شوي او ۱۲ ټپيان شوي دي.