چین: امریکا له مقدمې پرته ټکزاس کې زمونږ د کونسلګري د تړلو غوښتنه کړې

ټکزاس کې د چین کونسلګري 

د چین حکومت ویلي، امریکا له مقدمې پرته ترې غوښتنه کړې څو په ټکزاس کې خپله کونسلګري بنده کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزرات ویاند وانګ وین بین نن په خبري کنفرانس کې وویل، د چین په وړاندې د وروستیو اقداماتو په ترڅ کې په یو اړخیز ډول په هاسټن کې د چین د کونسلګري بندول په لنډ وخت کې یو بېساری شدید اقدام دی او چین یې په کلکه غندي.

هغه زیاتوي: "د جولای په ۲۱ متحده ایالاتو ناببره له چینه وغوښتل چې په هاسټن ښار کې خپله جنرال کونسلګري وتړي، دا د متحدو ایالتونو له خوا په یو اړخیز ډول یوه سیاسي پارونه ده او هغه له نړیوال قانون، د نړیوالو اړیکو له اساسي نورمونو او د چین او متحده ایالاتو ترمنځ د کونسلي چارو له دوه اړخیز تړون څخه جدي سرغړونه ده، چین دغه ظالمانه او د نه توجیه وړ اقدام چې د چین او امریکا اړیکې خرابوي، په کلکه غندي."

وانګ خبرداری ورکړ چې که متحده ایالات خپله دغه پرېکړه لغوه نه کړي، چین به یې پرضد اقدامات وکړي.

متحده ایالات په پیکینګ کې پر سفارت سربېره د چین په سترو ښارونو کې پنځه کونسلګري لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چین د کونسلګري د تړلو په اړه وویل، چې دغه اقدام یې د امریکایانو د معنوي ملکیت او خصوصي اطلاعاتو د خوندي کولو لپاره کړی دی.

د دې وازرت ویاندې مورګان اورتیګیس نن چهارشنبې له کوپنهاګن څخه د بهرنیو چارو د وزیرمایک پومپیو د سفرپه مهال وویل چې د ویانا د کنوانسیون له مخې دولتونه حق نه لري چې د کوربه هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د روان کال راهیسې چې د کورونا وبا خپره شوې دغو اړیکو کې ترینګلتیا لا زیاته شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل، هماغسې چې له چین سره په سوداګري کې نا انډولي، له امریکا د شغلونوغلا او نور ناوړه چلند نشو زغملی، متحده ایالات دا هم نشي زغملی چې چین زموږ پرملي حاکمیت تیری وکړي او خلک مو وډاروي.