ټرمپ په امریکا کې د کویډ۱۹ له امله د وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکړ

ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرونا وبا له امله د وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکړ.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړ چې د کرونا د وبا له امله په هېواد کې رامنځته شوی وضعیت به له دې لا خراب شي.

ټرمپ چې پرون یې په سپینه ماڼۍ کې د اپرېل له میاشتې راهیسې د لومړي ځل لپاره د کویډ ۱۹ ناروغۍ په اړه په خبري کنفرانس کې خبرې کولې په خپله یې هم ماسک اغوستی او تنده لهجه یې غوره کړې وه.

خو ټرمپ په عین حال کې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې په برخه کې د ځینو پرمختګونو یادونه هم او ویې ویل چې د متحدو ایالتونو په ځینو برخو کې کارونه ښه روان دي.

ټرمپ له امریکایانو په کلکه وغوښتل چې ماسکونه واغوندي، هغه څه چې د ده په برخه کې د ستربدلون څرګندونه کوي.

ټرمپ اوس وایي، ماسکونه اغېزمن تمام شوي

ټرمپ له میاشتو راهیسې له دې ډډه کړې چې په خپله ماسک واغوندي او نه یې هم نورو ته د دې شي سپارښتنه کړې.

ټرمپ اوس وایي، ماسکونه اغېزمن تمام شوي.

د کویډ ۱۹ ناروغۍ په اړه د ټرمپ له څرګندونو سره هم مهاله په یوه شپه او ورځ کې په متحدو ایالتونو د کویډ ۱۹ ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر له زرو واوښت.

تردې مخکې دغه ریکارډ په یوه ورځ کې د جون په لسمه ثبت شوی و.

متحده ایالات د نړۍ تر بل هر هېواد کرونا ویرس سخت ځپلی دی.

د ورلډو مټرز انفو ویب پاڼې د شمېرو له مخې په امریکا کې پر کرونا د اخته شویو کسانو شمېر څلور میلیونه او ترې د مړو شویو شمېر نژدې ۱۴۵ زره کسانو ته رسېږي.

په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم دغه ناروغي اوج ته رسېدلې او هغه د دې سبب شوې چې د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بېرته تدریجي بندیزونه ولګول شي.

د استرالیا په میلبورن ښار کې سرله ننه اوسېدونکو ته ویل شوي چې له کوره بهر باید ماسک واغوندي.

په مکسیکو کې د کویډ ۱۹ ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر له څلورلکو واوښت.

په برازیل کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بې ساري توګه له ۴۱ زرو زیات کسان پر کرونا اخته شوي او له امله یې نژدې ۱۴۰۰ کسان مړه شوي دي.

په ټوله نړۍ پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له پنځلس میلیون او د مړو شویو نژدې ۶۲۰ زره کسانو ته رسېدلی دی.