د ولسي جرګې پرېکړې ته د صالح غبرګون: له غریبو ډوډۍ ګرځول مېړانه نه‌ده

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ولسي جرګې ته په پیغام کې لیکلي چې د 'ملي دسترخوان' د پروګرام رد دا معنی نه‌لري چې نړیوال بانک به په دې ډول وهڅېږي چې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو لپاره لګښت وکړي.

د افغانستان ولسي جرګې پرون د 'ملي دسترخوان' پروګرام رد کړ. د افغانستان حکومت د جون په ۲۸مه نېټه د ملي دسترخوان په نوم د مرستې پروګرام پیل کړ چې تر ۲۴۴ میلیون ډالر زیاتې پيسې ورته بېلې شوې وې.

د افغانستان ولسمشر د تېرې شنبې په ورځ د دې پروګرام د دوهمې برخې د پیل اعلان وکړ. ولسمشر غني وویل چې تر ۹۰ فیصده زیات افغانان د ورځې تر ۱۴۰ افغانیو کم عاید لري او د فقر تر خط لاندې ژوند کوي.

ولسمشر غني ونه‌ویل چې دا شمېر یې د کومو سرچینو پر اساس ښودلی دی، خو نړیوال بانک لنډه موده مخکې ویلي و چې په افغانستان کې به د کرونا ویروس د خپرېدو او اقتصادي فشار له کبله د نېستمنو خلکو شمېر د دې کال تر پایه ۷۲ فیصدو ته ورسېږي.

د ولسمشر غني مرستیال، امرالله صالح نن پر فېس‌بوک په یوه پیغام کې لیکلي چې له غریبو خلکو د ډوډۍ ګرځول مېړانه نه‌ده.