ډونالد ټرمپ د کرونا له امله د وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د کرونا وبا له امله د وضعیت د لا خرابېدو خبرداری ورکړی دی.

هغه بېګاه په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه رسنیو ته معلومات ورکول.

هغه زیاته کړه: "دا به ښايي، له بده مرغه، مخکې له‌دې چې ښه شي، خرابه شي. داسې یو څه چې زه‌یې د ډېرو مسایلو په اړه ویل نه‌خوښوم، خو دا نو همداسې یوه مسئله ده. دغه‌یې لار ده. تاسو نړۍ ته ګورئ. دا وضعه ټول ځای کې حاکمه ده."

د امریکا ولسمشر په عین حال کې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې په برخه کې د ځینو پرمختګونو یادونه وکړه او ویې‌ویل چې په ځینو سیمو کې ښه کار روان دی.

هغه د ماسک په استفاده باندې جدي ټینګار وکړ.

د امریکا متحده ایالات د نړۍ تر بل هر هېواد کرونا ویروس سخت ځپلی.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې یو لک کم څلور میلیونه انسانان په کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې څه باندې ۱۴۱ زره تنه مړه شوي او د هغو چې درملنه شوې شمېر له ۱۸ لکو پورته شوی دی.

په ټوله نړۍ کې بیا ۱۵ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې څه باندې ۶۱۵ زره تنه مړه شوي.