حنیف اتمر او راس وېلسن د بین‌الافغاني خبرو پر چټک پیل ټینګار وکړ

د محمد حنیف اتمر او راس وېلسن غونډه

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن د بین‌الافغاني خبرو پر چټک پیل ټينګار کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پرون ماخوستن ازادي راډيو ته وویل، ښاغلي اتمر او ښاغلي وېلسن پرون د وېډیو کنفرانس له لارې د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.

ده زیاته کړه: "دواړو لورو د سولې د روان بهیر، د افغانستان د جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د مبادلې، د مذاکراتو د چټک پیل او تاوتریخوالي د کمېدو په اړه په تفصیل خبرې وکړې."

ښاغلي وېلسن هم پرون پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې امریکا هیله لري بین‌الافغاني خبرې به ژر تر ژره پیل شي.

محمد حنیف اتمر د چنګاښ په ۲۶مه نېټه په کابل کې ویلي وو چې د بین‌الافغاني خبرو لومړی پړاو به په قطر کې پیل شي، خو دا یې نه‌وو ویلي چې څه وخت.

ښاغلي اتمر زیاته کړه: "۱۱ نورو هېوادونو چې په‌کې ترکیه، ایران، ناروې، اندونیزیا، جاپان، جرمني، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، چین او روسیه شامل دي، د دغو مذاکراتو د کوربه‌توب لپاره چمتووالی ښودلی."

طالبانو ویلي، دا ډله موافقه ده چې لومړی پړاو مذاکرات په قطر کې وشي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي: "د بندیانو د راخوشې کېدو بهیر چې بشپړ شي، په دوحه کې به د مذاکراتو لومړی پړاو پیل شي."

تر اوسه روښانه نه‌ده چې د زندانیانو د مبادلې بهیر څه وخت بشپړېږي.