بغلان کې ماین چاودنې یو تن وژلی او یو ټپي شوی

ارشیف

د بغلان د امنیه قوماندانۍ مخې ته د یو ځای پر ځای شوي ماین چاودنې یو تن وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.

د بغلان د والي ویاند نظیم نجم ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن سهار د امنیه قوماندانۍ د قراردادي دروازې مخې ته وشوه. ښاغلی نجم وايي په دې چاودنه کې څېرمه ودانۍ چې د ادیب راډیو دفتر په‌کې دی هم زیانمنه شوې ده.

د دې برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی. په بغلان کې څو ورځې مخکې، پر یو پوځي موټر د نښتي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ۱۱ کسان ټپیان شول.