هېواد: پر کونړ د پاكستان د توغنديزو بريدونو تر شا څه دي؟

کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د حکومت د ملي دسترخوان پروګرام او پر کونړ د پاکستان د توغندیزو بریدونو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د ملي دسترخوان پروګرام د حکومت د کړنو په وړاندې یو نوی ازمون بللی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، حکومت باید له تېرې تجربې زده کړي وي او دا ځل حق حقدار ته وسپاري.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم ولسمشر غني خبرداری ورکړی چې په دې پروګرام کې فساد ورته د زغم وړ نه‌دی او عاملین به‌یې سخت مجازات شي، خو خلک هیله لري چې دا ژمنې په عمل کې ثابتې شي.

هشت صبح ويلي، په دغه پروګرام کې تمه دا ده چې حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو له امله له اړو او ځپل شویو کورنیو سره مرسته وکړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې همدې موضوع ته په پام په سرمقاله کې پوښتنه مطرح کړې چې ملي دسترخوان، د ولس تېر ایستل که د جېبونو ډکول؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، دغه پروګرام داسې مهال پیلېږي چې ولسي جرګې او خلکو پرې نیوکې کړې دي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، سره له دې چې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال له اړو او بې‌وزلو کسانو سره د حکومت د مرستې په تېرو پروګرامونو کې د فساد د ادعاوو په اړه هېڅ ډول وضاحت نه‌دی ورکړل شوی او ټول په دې شک کوي چې ګواکې حکومت په لوی لاس د ځان لپاره د فساد او حیف‌ومیل زمینه برابروي، دا تازه پروګرام پیلېږي.

په سرمقاله کې راغلي، د ملي دسترخوان لپاره په میلیونونو ډالرو ځانګړو شویو پیسو ګڼ مهم او بنسټیز کارونه کېدای شي، خو حکومت‌یې په ملي دسترخوان لګوي.

مسیر نا دولتي ورځپاڼې ټینګار کړی چې حکومت باید پر خپلو کړنو بيا کتنه وکړي او د ولس له تېر ایستلو دې لاس واخلي.

  • هېواد

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې دا پوښتنه مطرح کړې چې پر کونړ د پاكستان د توغنديزو بريدونو تر شا څه دي؟

ورځپاڼې د دغو بریدونو روښانه لاملونو ته اشاره کړې او په باور یې پاکستان غواړي د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته سيمې تر خپل پوښښ لاندې راولي او له ولسونو يې خالي کړي.

سرمقاله لیکونکي د پاکستان اساسي موخه، دا بللې چې په كونړ كې له ډيورند كرښې خلک را په شا او د دې كرښې په دواړو غاړو خپل كنټرول ټينګ كړي او كه د كونړ پر سيند بند جوړ شي، نو دوى بايد دا بند په خپل كنټرول كې ولري.

هېواد لیکلي، دې ته په پام سره بايد له پاكستان سره اوسنی كړكېچ د خبرو له لارې حل كړاى شي، افغان حكومت بايد دا مسئله د ملګرو ملتونو په امنيت شورا كې حل كړي او دغه‌شان بايد دا مسئله د خپلو دوستو هېوادونو په مرسته يوې خوا ته كړي چې د پاكستان ناوړو موخو د پلي كېدو مخينوى شوى وي!